بيجنګ 14 جون (اے پي پي) چين د پاكستان د قامي ګټې تحفظ او رياستي استحكام بشپړ ملاتړ كوي۔د مېډيا راپور له مخې د چين خارجه وزارت وياند لوكينګ په اړه ووئيل چين د وګړو په ضد د ټولو انتهاخوښو اقداماتو او ترهه ګرۍ ټولو اقسامو غندنه كوي۔د شورو په ورځ د چين خارجه وزارت وياند ووئيل چين د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ ټولو اقسامو بشپړه غندنه كوي٬د پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ او د قامي ګټې او استحكام لپاره پخپل بشپړ ملاتړ قائم يو او په سباؤن كښې به هم دا ملاتړ د عزم سره دوامداره ساتلې شي۔ده ووئيل د منطقې امن او استحكام باوري كولو لپاره به چين نړيوالې ورورولۍ سره خپله مرسته روانه ساتي او خپلې هڅې به لا زياتوي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل پاكستان سره د چينائي وګرو تښتولو په معامله په تماس كښې يو۔ده ووئيل د خپلو وګړو د وژنې پھ اطلاعاتو تشويش لرو خو په دې اړه د پاكستان لخوا په باضابطه توګه تصديق نه دې شوې ۔ده ووئيل د تښتولې شوو وګړو راخوشې كولو لپاره پاكستان هر ممكنه مثبت ګامونه پورته كوي او پاكستان چينائي وګړو تحفظ لپاره نور ګامونه هم باوري كوی۔وياند ووئيل مونږ خپلو وګړو له عمر له دا تعليم وركوو چې نورو هېوادونو كښې د هغه ځاې قوانين او رواياتو پابندې وكړي او هغوي د ممكنه خطرو څخه هم خبرولې شي۔ هغه ووئېل دغسې اطلاعات چې چينائي وګړي پاكستان كښې پھ غېر قانونې هلو ځلو كښې ككړ دي۔چين به د پاكستان حكومت سره په ګډه د قانون له مخې د دغې اطلاعاتو تحقيق كوي
چين د پاكستان قامي ګټې تحفظ او رياستي استحكام بشپړ ملاتړ كوي۔د چين خارجه وزارت وياند
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز آن لائن ٹکٹ