اسلام آباد 07 اګست (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي د پاکستان حکومت او ټول قام د شخړيز کشمیر اولس سره اوږه په اوږه ولاړ دے او د کشمیریانو د حق خودارادیت ترلاسه كولو لپاره به اخلاقی، سیاسی او سفارتی مرسته روانه ساتلې شي۔ ده دا خبره د آزاد کشمیر وزیراعظم راجه فاروق حیدر سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د ګل په ورځ وزیراعظم آفس كښې ده سره ليدلې وو۔ د ایوان وزیراعظم لخوا جارې شوي بیان له مخې د ملاقات په مهال د سیاسی اهمیت په چارو او پرمختيائي اقداماتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وزیراعظم د مقبوضه کشمیر اولس حق خودارادیت لپاره د جائز هلو ځلو لپاره د پاکستان اخلاقی، سیاسی او سفارتی مرستې كولو پخلے وكړو
مضمون کا ماخذ : لاٹری کھیلنے کا طریقہ