اسلام آباد 17 مئی (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقی سیکتر او د پی ټی وی مینیجنګ ډائریکټر سردار احمد نواز سکھیرا وئيلي دي وزیر اعظم محمد نواز شریف او دوهمه وزيره مریم اورنګزیب پی ټی وی په تکنیکی او نشریاتی توګه د لا قوي كولو خوښي لري، قامی نشریاتی ادارہ وګړو له په وخت او سم معلومات وركولو سره سره د سباؤن مثبت سوچ او باور وركوي، ماشومانو لپاره به د پی ټی وی چینل ??ر پيل كړې شي، د هېواد 70مې كاليزې په مهال به تحریك پاکستان نه تر اوسه حالات په بشپړه ډول وړاندې كولې شي ۔ پی ټی وی پروګرام صبح نو كښې په خپلو خبرو كښې د?? ووئيل د قامی نشریاتی ادارې دا ذمه واري ده چې وګړو له په وخت او سم معلومات وركولو سره سره داسي تفریح وركړي چې ورسره د ټول كور وګړي هغه كتلې شي۔ د?? ووئيل د پی ټی وی مقصد ماشومانو او ځوانانو كښې مثبت سوچ سره سره د باور فضا جوړه كړي۔ سردار احمد نواز سکھیرا ووئيل وزیر اعظم محمد نواز شریف او د اطلاعات او خپرونو دوهمه وزيره مریم اورنګزیب پی ټی وی په جدیده لاره اچولو له خوښي لري۔ د?? ووئيل پی ټی وی د ټول پاکستان پشمول د نړۍ 131 هېوادونو كښې كتلې كېږي ، کشمیر،فاټا او بلوچستان پشمول لري پرتو سيمو كښې نشریات ښه كولو له به جدیدې نوي بوسټرې لګولې شي۔ د?? ووئيل دا د مقابلې دور دے چرته چې شخصي چینلز هم شته او وګړي دا اختیار لري چرته څخه چې ښه ، په وخت او سم معلومات ترلاسه كېږي هغه چینل وګوري۔ وفاقې سېكتر ووئېل د آزادۍ 70مې سالګرې په اړھ د يوې پوښتنې په ځواب د?? ووئيل د كتونكو خواهش تر نظره ساتلو سره به په ښه ډول د پاکستان جوړيدو سالګرہ لمانځلې شي او په دې موقع به د تحریك پاکستان هلو ځلو نه تر اوسه د پاکستان ، قدرتی معدنیا??، وسائل ، سيمه ايز رسم ورواج، روایتی اقدار، ډرامې ، مزاحیه پروګرام، سپورټس، او د سیاست پشمول نور پروګرامونه وړاندې كولې شي
وزیر اعظم محمدنواز شریف او دوهمه وزيره مریم اورنګزیب پی ټی وی په تکنیکی او نشریاتی توګه د لا قوي كولو خوښي لري
مضمون کا ماخذ : پاور بال