اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي) د پاکستان او مالدیپ شريكه اعلاميه كښې د دو?? اړخيز مرستې او د اولسي كچ روابطو لا مستحكمولو لپاره د عزم څرګندونه كوكو ??ره د اسلامي نړۍ يوالي يوالي له د ودې او په نړيواله كچه د اسلام رښتنې اقدارو رامخې ته كولو له سلا راغلې ده او دغسې د مالديپ اولس مشر عبداللہ یامین عبدالقیوم په اسلام آباد كښې د سارك مشرانو د غونډې كوربتوب لپاره د پاكستان د مرستې پخلے كړے دے ۔ دا خبرې د وزیراعظم محمد نواز شریف د درې ورځنۍ سركاري دورې په مهال مالدیپ كښې د غونډې په پائې كښې په شريكه اعلاميه كښې شوې۔ د خارجه دفتر لخوا د زيارت په ورځ د جاري شوې اعلاميې له مخې د مالديپ اولس مشر عبداللہ یامین عبدالقیوم په بلنه د 25م نه تر 27مې جولائي د مالديپ دوره كښې وزیراعظم د مالدیپ 52مه كال د آزادۍ دستوره كښې د خاص مېلمه په حېث ګډون كړې او د مالديپ اولس او حكومت ته د آزادۍ په خوشحالو مباركي وركړې۔ د سيمه ايزې مرستې په لړ كښې د وزیراعظم محمد نواز شریف او اولس مشر عبداللہ یامین د شريكې خوښې په چارو او په نړيوالو فورمونو د دواړو هېوادونو ترمېنځه د نزدې مرستې او معاونت څرګندونه شوې۔ دواړو مشرانو د سارك پشمول د سوئيلي آسيا هېواادونو ترمېنځه مرستې ته لا ودې وركولو ته سلا شراغلې۔ په دې كړ كښې اولس مشر عبداللہ یامین په اسلام آباد كښې د سارك سمټ كوربتوب له د مالديپ د ملاتړ پخلې كړې۔ د اعلاميې له مخې مالديپ او پاكستان د شريكې خوښې په افهام او تفهيم٬ خېر سګالۍ او په ورورولۍ آډانه تاريخي او نزدې اړيكې لري۔ د دورې په مهال وزیراعظم نواز شریف اولس مشر عبداللہ یامین ??ره باضابطه خبرې اترې كړې او په دو?? اړخيزه مرسته او په اولسي كچه د روابطو لا مستحكمولو لپاره ئې په تګلاره خبرې شوې دي۔ دواړو مشران په سيمه ايز او نړيوالو فورمونو د مرستې لا زياتولو په طريقه كار هم خبرې كړې ۔ د دورې په مهال په ګڼ شمېر اېم او يوز/ لوظنامو هم لاسليك شوي چې مقصد ئې سېلګري٬ موسمياتي بدلون٬ تجارت ٬ تعليم او د سول سروس او سفارتكارو د استعداد كار زياتولو په اړه مرسته زياتول شامل دي۔ د دواړو هېوادونو ترمېنځه په تر??ره شويو اېم او يوز د عملدرامد نګرانۍ له يو مشتركه وركنګ كميټي هم جوړه كړې شوې۔ دواړو مشرانو دا خبرې رامخې ته كړې چې پاكستان او د مالديپ ترمېنځه د دوستۍ اړيكې٬ شريك احترام او د مشتركه مفاد څخه عبارت دي ۔اولس مشر عبداللہ یامین د مالديپ په پرمختګ كښې د پاكستان پرله پسې سرمايه كارۍ د وزیراعظم محمد نواز شریف مننه وكړه۔ هغوي غېر ملكي سرمايه دارو له د تحفظ وركولو او د سرمايه كارو اعتماد ته ودې وركولو له د خپل حكومت اقدامات رامخې ته كړه۔ وزیراعظم محمد نواز شریف د پاکستان اقتصادي پرمختګ ??ره غېر ملكي سرمايه كارو له د تحفظ او د سرمايه كارۍ زياتوالي له د خپل حكومت پاليسۍ رامخئ ته كړې۔ دواړو مشرانو د پاكستان او مالديپ مشتركه كاروباري كونسل او د تجارت په اړه د مشتركه وركنګ ډلې جوړولو هركلے وكړو چې پكښې به تجارت، کاروبار او د سرمایه کارۍ په څانګو كښې مرستې ته وده ترلاسه شي دشخصي څانګې ترمېنځه د همكارۍ زياتولو ??ره به اداره جاتي اړيكې هم مضبوطې شي۔۔ د ګډې اعلاميه كښې نزدې او روايتي او كلتوري اړيكې او د دواړو هېوادونو د سېلګرۍ او د دفاعي مرستې په حقله د اولس مشر عبداللہ يامین د مالديپ نېشنل ډيفنس فورسز اهلكارو په تربيه كښې د پاكستان پرله پسې ملاتړ وستائلو۔ اولس مشر عبداللہ یامین د تعلیم او د كار استعداد زياتوالي په اړه د مالديپ پرمختګ لپاره د پاكستان لخوا د ادا كړې مهم كردار هم اعتراف وكړو۔ وزیراعظم نواز شریف د مالدیپ پرمختګ لپاره د پاكستان د عزم پخلي كولو ??ره د مالديپ اولس لپاره د پاكستاني اولس لخوا د ډالۍ په توګه د 50 لكه ډالرو د خاص ګرانټ هم اعلان وكړٶ۔ ده د پاكستان په تعليمي ادارو كښې د مالديپ زده كوٶنكو له ?? ميډيسن ٬ انجينئرنګ٬ فارمېسي او ډېنټسټري په څانګو كښې د 5 اضافي وظيفو هم اعلان وكړٶ ۔ د ترهه ګرۍ مخنيوي او د انتها خوښۍ په اړه دواړو لارښودو د هر ډول ترهه ګرۍ په ضد د خپل عزم پخلي كړې ۔ اولس مشر عبداللہ یامین د ترهه ګرۍ او تند خوښۍ مخنيوي له د پاكستان د هلو ځلو ستائنه كولو سره په دې مېدان كښې د شريكې مرستې اهميت په ډاګه كړو۔ وزیر اعظم محمد نواز شریف د مالدیپ اولس مشر د سي پېك منصوبې نه هم خبر كړو چې مقصد ئې اقتصادي همكاري او معاشي پرمختګ ته وده وركول دي
د پاکستان او مالدیپ شريكه اعلاميه كښې دوه اړخيز مرسته او د اولسي كچ روابط لا مستحكمولو لپاره د عزم څرګندونه
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے انعامات