اسلام آباد 29 جنوري (اے پي پي) د نړيوالو چارو كارپوهه او نامتو تج??يه كار زېډ اے هلالي وئيلي دي چې د اېران لخوا د پاكستان٬ روسيې او د چين په درې اړخيزه وركنګ ډله كښې د ګډون كولو اشاره راتلونكي لپ??ره ښه ده۔ راډيو پاكستان سره په خبرو كښې ده ووئيل چې نړۍ د جيو پوليټكس نه د جيو اكنامكس په پلو روانه ده٬ د معياشي او اقتصادي روابطو او د تج??رت ودې لپ??ره كار روان دے۔ ده ووئيل چې پاكستان په جعرافيائي لحاظ د منطقې مهم هېواد دے او د پاكستان او چين د اقتصادي لارې پروژې په نتيجه كښې د دې هېواد اهميت لا زيات شوے دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې روسيې٬ چين٬ افغانستان او پاكستان د دې لارې نه وړاندې د يوې شريكې لارې پلان لرلو كومه چې د افغانستان لخوا د دلچسپې نه ښودلو په نتيجه كښې پاتې شوه خو اوس افغانستان ته معلومه شوې چې پاكستان د منطقې يو مهم هېواد دے او د افغانستان د تج??رت انحصار هم په پاكستان دے او پاكستان ئې مرسته كوي۔
د اېران لخوا د پاكستان٬ روسيې او د چين په درې اړخيزه وركنګ ډله كښې د ګډون كولو اشاره راتلونكي لپاره ښه ده۔ زېډ اے هلالي
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کی پیشن گوئی