اسلام آباد۔ 31 مارچ (اے پی پی) د وزیراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال سید طارق فاطمی وئيلي چې پاكستان د نورو هېوادونو په چارو ??ښې د نه لاس وهنې په پالېسۍ عمل كوي۔ پاکستان د امريكا په شمول ټولو هېوادونو سره غوره اړيكې غواړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د پي ټي وي يو پروګرام كښې”نکته اعتراض” ??ښې خپلو خصوصي خبرو ??ښې وكړه۔ ده ووئيل وزیراعظم محمد نواز شریف ګاونډيانو سره امن سره د اوسېدو په پالېسۍ باور لري او هم دا سوب دے چې پاكستان د يوشمېر هېوادونو سره غوره اړ??كو سره مخ په وړاندې روان دے۔ ده ووئيل ترهګري يوه نړيواله مسئله ده او دا ټولو هېوادونو له يو چېلنج دے۔ پاکستان د ترهګرۍ په ضد جنګ ??ښې ډېرې قربانۍ وركړې دي كومې چې په نړيواله كچه ستائلې شي۔ ده ووئيل پاكستان نه يوازې د ترهګر تنظي??ون?? بلكې په انفرادي توګه د ترهګرو په ضد هم كاميابې كاروائۍ كوي۔ چې ورسره هېواد ??ښې د امن وضعه ښه شوې۔ ده ووئيل ايران زمونږ ګاونډي هېواد دے چې ورسره مونږ تاريخي اړيكې لرو۔ پاكستان به چرې هم دداسې كوم عمل برخه جوړه نه شي چې ورسره دوه ??ړخ??زه اړ??كو ته زيان ورسي۔ پاكستان افغانستان ته باور وركړو چې مونږ به خپله زمكه د چا په ضد نه كاروؤ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل هند پاكستان په سفارتي توګه په نړيواله كچه يوازې كولو ??ښې ناكامه شوې۔ د كشمير مسئلې په اړه طارق فاطمي ووئيل نواز شريف د نړۍ په هر فورم د كشميرمسئله رامخې ته كړې۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاكستان كښی د سرمايه كارۍ په شمول چين د پاكستان په بېلو څانګو ??ښې لارښودنه كوي۔ چې ورسره به راتلونكو كلونو ??ښې دلته ښكاره بدلون په نظر راشي۔ او هېواد به لا پرمختګ وكړي۔
پاكستان د نورو هېوادونو په چارو كښې د نه لاس وهنې په پالېسۍ عمل كوي۔ طارق فاطمی
مضمون کا ماخذ : پاور بال انعامات