اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف سره د بېلاروس د نمائندګانو د ايوان چيئرمېن ولادي مير اندرے چينكو او د هغه پلاوي ليدلې دي ۔وزيراعظم د ده ??رك??ې كولو سره ووئيل د پاكستان او بېلاروس اړيكې د تېرو دوو كلونو په مهال په تندۍ سره مخ په وړاندې تللې٬دواړه هېوادونه په بېلا بېلو څانګو كښې اړيكو ته پراختيا وركوي٬د دوه اړخيزه اړيكو لا پراختيا لپاره د پارلمانونو ترمينځه روابط ضروري دي۔ده ووئيل پارلمانونه د اولس په كچه رابطو٬تفاهم او شريكې ګټې له د مرستې زياتولو لپاره د پل كردار ترسره كوي۔وزيراعظم د پاكستان بېلاروس فرينډ شپ ډلو لخوا د دواړو هېوادونو د پارلماني غړو تږ راتږ له تجويز وركړو۔ده پلاوې د هېواد د معيشت نه خبر كړو او وې وئېل د پاكستان معيشت وده كوي٬د كركيل??٬ف??رماسيوټيكل٬لائيټ انجينئرنګ٬د مشينرۍ جوړولو او د تېل او ګاز په اړه د سرمايه كارۍ لويې موقعې لري۔وزيراعظم د پاكستان او بېلاروس د شريك اقتصادي كميسون په مارچ 2017 كښې كراچۍ كښې په څلورمه غونډه د اطمينان څرګندونه وكړه او وې وئېل دا ډول غونډې د دوه اړخيزه اقتصادي مرستې زياتولو لپاره غوره موقعې رامخې ته كوي۔په دې موقع ولادي مير اندرے چينكو د وزيراعظم مننه وكړه او هيله يې څرګنده كړه چې د دواړو هېوادونو اړيكې به لا قوي شي۔په بېلاروس پھ پلاوي كښې د بېلاروس د خوراك او كركيلې وزير او د پارلمان غړو سره په پاكستان كښې د بېلاروس سفير شامل وو۔د ملاقات په مهال د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق٬د وزيراعظم د ??ار??ه چارو صلاحكار سرتاج عزيز٬د ??ار??ه چارو قائمه كمېټۍ چيئرمېن سردار اويس خان لغاري او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو
د پاكستان او بېلاروس اړيكې د تېرو دوو كلونو په مهال په تندۍ سره مخ په وړاندې تللې٬دواړه هېوادونه په بېلا بېلو څانګو كښې اړيكو ته پراختيا وركوي
مضمون کا ماخذ : پاور بال جیک پاٹ