کابل 24 اګست(اے پی پی) د پاک افغان جوائنټ چېمبرز آف كامرس اېنډ انډسټري پلاوي د نهې په ورځ افغان پلازمينه كابل كښې د پاكستان سفير منصور احمد خان سره ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د طورخم او چمن په پوله او د کراچۍ په بندر ځائې افغان سوداګرو ته په پېښو ستونزو خبرې وشوې۔ د پاك افغان جوائنټ چېمبرز آف كامرس اېنډ انډسټري صدر خان جان الكوزئي او د كابل چېمبر آف كامرس صدر يونس مومن په مشرۍ كښې ملاقات كونكي پلاوي ته پاكستاني سفير باور وركړو چې د پاکستان حکومت به د دوه اړخیزه تجارتي حجم زیاتولو لپاره د افغان سوداګرو سره بشپړه مرسته كوي ۔ سفير دوي ته د پاك افغان ټرانزټ ټرېډ او بېنكنګ او كسټمز په څانګو كښې د پېښو ستونزو لرې كولو هم باور وركړو۔ پاکستاني سفیر په دې مهال خپلو خبرو كښې ووئيل د پاكستان حكومت د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارت لپاره افغانستان كښې راتلونكې نوي حكومت او نجي څانګې دواړو سره په ګډه كار كولو له چمتو دے۔ پاكستاني سفير پلاوي ته ووئيل د دواړو هیوادونو ترمینځه دوه اړخیز تجارت لپاره لامحدود فرصتونه شته او دا فرصتونه باید په هیڅ حالت کې ضایع نشي. د پلاوي په نورو غړو كښې ببرك ٬ خان محمد صفي ٬ نقيب صافي او اچكزئۍ شامل وؤ
د پاکستان حکومت به د دوه اړخیزه تجارتي حجم زیاتولو لپاره د افغان سوداګرو بشپړه مرسته کويِ۔ په کابل کښې د پاکستان سفیر د پاک افغان جوائنټ چېمبرز آف كامرس اېنډ انډسټري پلاوي سره ملاقات كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : ٹمپل ٹمبل