كوئټه 08 دسمبر (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضٰی سولنګي وئېلي دي بايد د پي ټي آئي پخواني چيئرمېن په غېر قانوني توګه د مېشته كسانو ترجمانۍ كولو په ځاے د پاكستان د 25 كروړه اولس ترجماني كړې وه ٬د پي ټي آئي پخواني چيئرمېن په ??پل ټوېټ كښې بې بنسټه تورونه لګولې دي??ټولو ته معلومه ده چې پنځه ل??ه غېر قانوني مېشته غېر ملكيان په خپله خوښه د پاكستان څخه تللې دي??هغوي په زبردستۍ نه دي لېږ??ې شوي٬ د هغوي د ستنولو په مهال د انساني اقدارو خيال ساتلے شوے۔د جمعې په ورځ د كوئټې په پرېس كلب كښې خبري كنفرنس په مهال د يوې پوښتنې په ځواب د اطلاعات وزير ووئيل داسې ښكاري چې د پي ټي آئي پخواني چيئرمېن په ټوېټ سره د افغانستان حكومت او د ټي ټي پي همدردۍ ترلاسه كولو او په ټول ټاكنو كښې د داسې چاپیرچل پیدا كولو هڅه كړی چې پكښې د هغه ګوند ته د نورو ګوندونو په مقابل كښې زياتې ګټې ترلاسه شي ٬ ده ووئېل كه چرې داسې وي نو دا د افسوس وړ خبره ده
بايد د پي ټي آئي پخواني چيئرمېن د غېر قانوني مېشته كسانو ترجمانۍ په ځاے د پاكستان د 25 كروړه اولس ترجماني كړې وه ۔ مرتضٰی سولنګي
مضمون کا ماخذ : ٹکی انماد