اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) وړومبنۍ مېرمن ثمينه علوي وئيلي دي د برېسټ كېنسر په اړه شعور بېدارولو كښې د ميډيا او سوشل ميډيا پشمول د ټولنې ټولو طبقو له خپل كردار لوبول پكار دي ٬ د د?? رنځ په وخت تش??يص سره درملنه ممكن ده۔ دا خبرې دې د زيارت په ورځ فاطمه جناح پارك اېف نائن كښې د برېسټ سرطان پحقله د واك په موقع دستورې ته وېنا كښې وكړې۔ د واك او دستورې اهتمام پنك ربن او د صحت قامي وزارت كړے ٶ۔ په دې موقع د پارلمان مېرمنو غړو پشمول زده كوٶنكو انجونو٬ لېډي هېلت ??ركرز او نرسانې په لويه شمېره موجود وې۔ وړومبنۍ مېرمن دستورې ته وېنا كښې ووئيل د ننني واك مقصد په مېرمنو كښې د برېسټ كېنسر په اړه شعور بېدارول دي۔ دې ووئيل په دې لړ كښې شعور بېدارولو ته اړتيا ده ځكه چې كه د رنځ په ابتدائي پړاٶ كښې تش??يص وشي نو درملنه ئې ممكن ده او دې لپاره د د?? رنځ د زر تش??يص په اهميت به پوهېدل وي۔ دې ووئيل پرمختګ كړو هېوادونو كښې د د?? رنځ د ښه كېدو شرح 98 فيصده ده او پاكستان كښې دا شرح ځكه كمه ده چې دلته مېرمنې شرم محسوسوي او د خپل رنځ په اړه خبره نه كوي او دې سره په تش??يص كښې تاخير وشي۔دې ووئېل ضرورت د د?? خبرې دے چې مېرمنو په خاص توګه پېغلو انجونو كښې په دې لړ كښې شعور رابېدار كړے شي۔ دې ووئيل حكومت مېرمنو لپاره يو ك??ل سنټر هم جوړوي چرته چې به مېرمن د شرم او خطر نه غېر خبره كولې شي۔ دې ووئيل د پن ربن تحريك د ځينو كلونو راهسې فعاله دے او مونږ لپاره دا د خوشحالۍ خبره ده چې اوس په دې تحريك كښې لېډي هېلت ??ركرز او نرسز هم شاملې شوي۔ دې ووئيل د 35 كالو عمر نه پس مېرمنو لپاره مېمو ګرافي ضروري ده، پمز كښې په دې لړ كښې د تش??يص ويړيا سهولت ??وجود د??۔ دې ووئيل د برېسټ كېنسر په اړه شعور بېدارولو كښې د ميډيا او سوشل ميډيا پشمول د ټولنې ټولو طبقو له خپل كردار لوبول پكار دي ٬ ۔ د د?? نه وړاندې د پنك ربن ډاكټر عائشه د خاص مېلمنې هركلے وكړو او په دې موقع وړومبنۍ مېرمن د واك مشري كولو سره په واك كښې برخه واخسته
د برېسټ كینسر په اړه شعور بیدارولو كښې د ميډيا او سوشل ميډيا پشمول د ټولنې ټولو طبقو له خپل كردار لوبول پكار دي۔ وړومبۍ مېرمن ثمينه علوي
مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل