اسلام آباد۔15مارچ(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي د حكومت د عمران خان ګرفتارۍ سره هېڅ تعلق نشته٬عدالت پوليس ته د عمران خان د ګرفتارۍ وارنټ جاري كړے٬ پوليس په عدالتي احكامات عملدرآمد كوي٬د سياسي ګوند مشر مېرمنې او ماشومان وړاندې كوي نه په بهادرۍ ګرفتاري وركوي۔د نهې په ورځ مېډيا سره په خبرو كښې دې ووئيل د پاكستان اولس د تېرو څو مياشتو څخه يوه تماشه ګوري چې يو بزدل٬فارن ايجنټ٬د توشه خانه غل٬د ګهړۍ غل٬د ټيرين پلار او د عدالت سپكاوي تورن د پوليس څخه تښتي٬دا كس وائي چې زه معذور او بوډا يم٬زما په پښه پلستر او ماته خطره راپیښه ده٬هغه د دوه بېرغونو ترمينځه ناست دے دروغ وائي چې د تحريك لپاره تيار او عالت ته تللو لپاره ناجوړه يم۔٬هغه يو منافق٬بزدل او دروغجن انسان دے څوك چې په هېواد كښې خانه جنګي٬سول وار او اړے ګړے پیدا كول غواړي او د دې تاثر وركولو هڅه كوي چې حكومت ما ګرفتاروي۔ دې ووئېل دې خبرې واضحه كړه چې حكومت د عمران خان د نيولو څخه هېڅ تعلق نه لري٬كه حكومت هغه نيولے نو رياستي طاقت هم موجود ؤ ٬اختيارات هم وو كوم چې عمران خان په خپلو تېرو څلورو كلونو كښې خپل سياسي مخالفين زندانونو كښې اچولو له استعمال كړي۔دې ووئيل بايد د پاكستان اولس ته معلومه شي چې عمران خان فارن فنډنګ٬ټيرين٬توشه خانه٬د جج زيبه توهين عدالت كيس كښې مطلوب دے۔وفاقي وزيرې ووئيل بايد عمران خان ته معلومه شي چې څوك يرېږي هغه مړ شي٬هغه ليډر نه وي څوك چې مېرمنې او ماشومان ډهال كړي او خپل ځان پټ كړي۔عمران خان په سياسي مرګ مړ شو٬وفاقي وزيرې ووئيل بايد مېډيا د عمران خان د نيولو په اړه اصل حقائق څخه اولس خبر كړي۔په عدالتي احكامات عملدرآمد كله تراوسه 65 پوليس افسران ژوبل شوي٬پوليس هېڅ قسم وسله نه لري٬پوليس په عدالتي احكامات عمل كولو سره يو تورن نيسي٬دې ووئيل عمران خان مجرم دے هغه عدالت طلب كړے۔وفاقي وزيرې ووئيل كه عدالت دغه كس هغه وخت په آئين شكنۍ ګرفتار كړے ؤ كله چې هغه تحريك عدم اعتماد ناكامه كولو له قامي اسمبلي تحليل كړی وه نو نن به دا ورځ نه راتلله۔دې ووئيل پي ټي آئي كوم سياسي ګوند نه دے دغه د ترهه ګرو يوه ډله ده بايد مېډيا هم حقائق څخه اولس خبر كړي۔د اطلاعات وزېرې ووئيل نواز شريف او مريم نواز په دې پوهه وو چې د هغوي په ضد د دروغو كيسونه وو خو بيا هم په مړانه يې ګرفتاري وركړې۔دې ووئيل شهباز شريف٬شاهد خاقان عباسي هم ګرفتارۍ وركري او دا يې نه دي كړي چې په پوليس يې بريدونه كړې وو۔
د حكومت د عمران خان ګرفتارۍ سره هېڅ تعلق نشته٬عدالت پوليس ته د عمران خان د ګرفتارۍ وارنټ جاري كړے ٬د سياسي ګوند مشر مېرمنې او ماشومان وړاندې كوي نه پټېږي په بهادرۍ ګرفتاري وركوي۔مريم اورنګزېب
مضمون کا ماخذ : apostas lotofácil