پاك ايران اړيكې لا مستحكمولو او دوه اړخيزه تجارت زياتولو په اړه د ارواښاد صدر ابراهيم ريئسي وژن به روان ساتو۔ د وزيراعظم شهباز شريف د ايران سپريم ليډر آيت الله امام خامنه اي سره ملاقات كښې خبرې


تهران 22 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي پاك ايران اړيكې لا مستحكمولو او دوه اړخيزه تجارت زياتولو په اړه د ارواښاد صدر ابراهيم ريئسي وژن به روان ساتو ۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د ايران سپريم ليډر، رهبر انقلاب اسلامي آيت الله امام خامنه اي سره ملاقات كولو٫ سپريم ليډر سره د ملاقات په مهال وزيراعظم د صدر رئيسي او د ھغوي د ملګرو په ناڅاپي مړنيه د غم دړد څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل صدر رئيسي يو وژنري لارښود ٶ چا چې د خپل هېواد او اولس خدمت لپاره د ثابت قدمۍ څرګندونه كړې۔صدر رئيسي په اپرېل كال 2024 كښې د پاكستان دورې ذكر كولو سره وزيراعظم د پاكستان او ايران د دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو كښې د ھغوي د قدر وړ كردار ستائنه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل مونږ به د پاك ايران اړيكو لا مستحكمولو او دوه اړخيزه تجارت زياتولو په اړه د ايراني ارواښاد صدر وژن روان ساتو٬وزيراعظم د تاريخ په دې نازك موړ د ايران خپلو وروڼو خوېندو سره د يووالي څرګندونه وكړه۔ ده د ايران حكومت او اولس سره د دوستۍ او ورورولۍ رشته قوي كولو لپاره د پاكستان د عزم پخلے هم وكړو۔ ده ووئيل د اسلامي نړۍ اتحاد او د غزه محصور اولس لپاره د صدر رئيسي خدمات به په تاريخ كښې ليكلے شي۔ په دې موقع د ايران سپريم ليډر ووئيل مونږ په دې سخت وخت كښې د پاكستان حكومت او اولس لخوا جذبات محسوسوٶ او د دې مننه كوٶ۔ ده ووئيل مونږ پاكستان سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوٶ او مونږ به د پاك ايران اړيكو په اړه د ارواښاد ريئسي وژن مخ په وړاندې بيايو۔ وزيراعظم په دې موقع د ايران سپريم ليډر ته د پاكستان دورې بلنه هم وركړه٬ نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار، وفاقي وزير سيد محسن نقوي، وفاقي وزير جام کمال خان او وفاقي وزير عطاء الله تارړ هم په دې موقع وزيراعظم سره موجود وو۔

متعلقہ مضامین