اسلام آباد۔28مارچ(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف او ډپټي سپيكر زاهد اکرم دراني په ډنمارک كښې د تركيې سفارت مخې ته د قرآن كريم د بې حرمتۍ په سختو ټكو كښې غندنه كړې او وئيلي ئې دي چې د قرآن كريم د بې حرمتۍ له امله د لکونو په شمېر مسلمانانو زړونه آزار كړې شوي دي۔ اسلام د سولې دين دے كوم چې د ټولو مذهبونو منونكو د احترام كولو درس وركوي۔ سپيكر او دوهم سپيكر د نهې په ورځ د غندنې خپلو بيانونو كښې ووئيل د مقدس كتاب قرآن كريم بې حرمتۍ سره د مسلمانانو جذبې او احساسات مجروح شوي دي۔د اسلاموفوبيا مخ په زياتېدونكې رجحان زيات د افسوس او د غندنې وړ دے۔ دوئي غوښتنه وكړه چې د اسلاموفوبيا مخنيوي له به اسلامي نړۍ له ګډ دریځ خپلول وي ۔ دوئي زياته كړه چې نړیواله ټولنه باید د قران کریم په څير د مقدس کتاب د بې حرمتۍ مخنيوي له خپل كردار ترسره كړي۔
د قامي اسمبلۍ سپيكر او ډپټي سپيكر په ډنمارک كښې د تركيې سفارت مخې ته د قرآن كريم د بې حرمتۍ پيښې سخته غندنه
مضمون کا ماخذ : لوٹوفاسیل