عبد القادر ګيلاني د قامي اسمبلۍ د پلاننګ ډويلپمنټ قائمه كمېټۍ چيئرمين وټاكلے شو


اسلام آباد۔27جون(اے پی پی) مخدوم سيد عبد القادر ګيلاني په متفقه توګه د قامي اسمبلۍ د پلاننګ ډويلپمنټ او خصوصي اقدامات قائمه كمېټۍ چيئرمين وټاكلے شو۔ د نوموړي ټاكنه د يادې شوې كمېټۍ په غونډه كښې وكړې شوه۔ دې منصب لپاره د سيد عبدالقار ګيلاني نامه د قامي اسمبلۍ غړي معظم خان جتوئي تجويز كړه۔ ناز بلوچ د دې تائيد وكړو۔ د كمېټۍ غړو سيد عبد القادر ګيلاني ته په چيئرمېن ټاكل كېدو مباركي وركړه۔ نوي ټاكلي شوي چيرمېن په متفقه توګه ټاكل كېدو د كمېټۍ د غړو مننه وكړه۔